کورافغانستانامرالله صالح ، دا يو مقــــــــدس او د افغانستان مــــلي بيــــــــــرغ دی

امرالله صالح ، دا يو مقــــــــدس او د افغانستان مــــلي بيــــــــــرغ دی

افغانستان نیوز۲۴: امرالله صالح د زمري ۷ يا د ملي بيرغ د ورځې په مناسبت ليکلي، دې بيرغ وکولای شول ملت تر يو چتر لاندې راټول کړي.

هغه يادونه کړې، تر دې بيرغ لاندې خلکو وکولای شول په مستقيم ډول په قدرت کې شريک شي: «تر دې بيرغ لاندې ملت د خپل سرنوشت په اړه په واقعي او ژورو خبرو کې دخیل شو. تر دې بيرغ لاندې له کلي تر ښاره پورې په قدرت کې د خلکو سهم او رول مشخص شو.»

همدارنګه صالح زياته کړې، د دې بيرغ د دفاع لپاره مو خپل تر ټولو ګران ملګري له لاسه ورکړي دي. مزارونه مو ورته په همدې بيرغ ښکلي کړي دي. په دې بيرغ د هېواد عزت او وياړ دوامداره شو او دا زما لپاره د افغانستان بيرغ دی: «په وياړ زموږ ملي بيرغ دی. په هغه کې د توحيد کلمه ليکل شوې. له همدې وجې مقدس بيرغ دی.»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې