
افغانستان نیوز۲۴: د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس یوه نوې فابریکه جوړه شوه.
یاده فابریکه، چې په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړه شوې، د ۱۰ زره ټنه کلني تولید ظرفیت لري او پرې شاوخوا ۸ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر آخوند د پرانیستې مراسمو ته په خپله ګډون کې وویل چې دغه فابریکه د کرنیزو محصولاتو د پروسس، ارزښت لوړولو او د صادراتو د معیاري کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
نوموړي وویل، د اوبو مدیریت، د سړو خونو جوړول، د بستهبندۍ اسانتیاوې، او د کورنیو محصولاتو لپاره د نندارتونونو تنظیم هغه اقدامات دي، چې له لارې یې د کرنیزو توکو د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې صادرات باید د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي، تر څو د افغانستان سوداګریز اعتبار لا پسې قوي شي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د سیمهییز اتصال پراخولو ته ژمن دی او د اوسپنې پټلۍ د شبکې پراخېدل د سوداګرۍ په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
ټاکل شوې ده، چې له یادې فابریکې څخه صادرېدونکي ممیز د روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، بریتانیا او د ختیځې آسیا هېوادونو بازارونو ته صادر شي.