
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د برېتانیې د حکومت هغه پرېکړه ستایلې، چې غواړي د فلسطین مستقل دولت په رسمیت وپېژني.
همداراز، ښاغلي کرزي د هغې قطعنامې ملاتړ کړی، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د سعودي عربستان او فرانسې په کوربتوب تصویب شوه.
دغه پرېکړهلیک په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي او د مستقل فلسطیني دولت د جوړېدو سپارښتنه کوي.
پخواني ولسمشر د دغو هڅو ملاتړ کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او دایمي سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.