
افغانستان نیوز ۲۴: د کندهار کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسولين وايي، دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله سږکال د هندواڼو، خټکيو او انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
د دغه رياست د کرنيزو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ، روان کال کندهار کې په ۶۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې او په ۵۰۰ هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي وو چې شاوخوا ۶ زره ټنه هندواڼې او ۴ زره ټنه خټکي ترې ترلاسه شوي دي.
د کندهار کرنې رياست د کرنیزو چارو آمريت متخصص ايمل حکيمي وايي چې د حاصلاتو د ډېر والي او کيفيت ښهوالي لامل دا دی چې دغه ولايت کې سږکال د نباتي ناروغۍ، نباتي آفتونه او غېرې موسمي بارانونه کم وو.
حکيمي زياته کړې چې د هندواڼو، خټکيو او انګورو حاصلات تر ډېره د کندهار دامان،ډنډ،بولدک، شاوليکوټ، ميوند،تختهپل او خاکريز ولسواليو کې ښه نتيجه ورکړې.
د کندهار کرنې رياست وروستۍ ارزونې ښيي چې سږکال به له دغه ولايت څخه شاوخوا ۲۰۵ ټنه انګور هم راټول شي، چې د تېر کال په پرتله زياتوالی ښيي.
بللور ته بزګران د سږکال حاصلاتو څخه خوښ دي او هيله لري چې صادرات اسانه او کرنيز خدمات پراخوالی ومومي، څو د دوی اقتصادي وضعيت نور هم ورسره پياوړی شي.