
افغانستان نیوز۲۴: د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په لسو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳۷ تنه د غلا، عامه نظم ګډوډولو او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نیول شوي، تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
د راپورونو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه اته تنه په کندوز، شپږ تنه په جوزجان، پنځه تنه په هرات، څلور تنه په فاریاب، څلور تنه په نیمروز، درې تنه په فراه، درې تنه په پکتیکا، دوه تنه په بدخشان او دوه تنه نور په سرپل ولایت کې د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په کچه د قانون د تنفیذ، د عامه نظم د ساتنې او د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره دا ډول عملیاتونه دوام لري.
چې