
افغانستان نیوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر، منظور پښتین، په یوه ویډیويي پیغام کې له ټولو پښتنو ځوانانو او مشرانو وغوښتل، چې د روانو ناامنيو، تاوتریخوالي او د مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه، د جمعې مبارکې ورځې له لمانځه وروسته په خپلو کلیو، بازارونو کې لاریونونه ترسره کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې دغه لاریونونه د پښتون قومي عدالت جرګې د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي، او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د ناامنۍ، هدفي وژنو او تاوتریخوالي پر ضد خپل غږ پورته کړي.
منظور پښتین د دې لاریونونو د ترسره کولو ځانګړې بلنه هغو سیمو ته ورکړه، چې پکې دیر، سوات، مومند، باجوړ، هنګو، توره وړه، شمالي او جنوبي وزیرستان او نور پښتني ولسوالۍ شاملې دي.
ښاغلي پښتین د خپلو خبرو پر مهال د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي او قتل عام په تړاو د نړیوالو بشري سازمانونو چوپتیا هم وغندله او زیاته یې کړه، چې خلک باید د خپل ځان، کورنۍ او راتلونکې د ژغورنې لپاره راپاڅېږي.
منظور پښتین یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د پښتنو د حقونو، امنیت او انساني کرامت لپاره باید د تاوتریخوالي پر ضد پراخ ولسي غبرګون رامنځته شي.