
افغانستان نیوز۲۴: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستۍ نیټه ټاکلې ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د اګست تر ۸مې پورې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه موافقه اړینه ده. امریکا به په لسو ورځو کې پر روسیې نور اقتصادي اقدامات وکړي. که روسیه پرمختګ ونه کړي، مالیې او بندیزونه به هم ولګول شي.
امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه ملګرو ملتونو ته یو واضح پیغام ورکړی دی.
د امریکا ډیپلومات جان کیلي وايي چې اوربند او تلپاتې سوله حتمي ده. روسیه او اوکراین باید سمدستي د سولې خبرې اترې وکړي.
د جګړې د بندولو لپاره د ډونالډ ټرمپ له ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته، روسیې پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړل.
د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، په اوکراین کې د روسیې د ډرون او توغندیو په برید کې ۶ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په کیف برید کې ۵۲ کسان ټپیان شوي دي، چې ډیری یې په جدي حالت کې دي.
تیره شپه برید د کیف په ۴ ولسوالیو کې ویجاړي رامنځته کړه، چې ۲۷ ځایونه یې اغیزمن کړل.
د اوکراین ولسمشر وايي چې روسیې له ۳۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې او ۸ توغندي ویشتلي دي.