
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درېاړخیزې سیالۍ په موخه خپلې چمتوینې بشپړې کړې دي.
یاده سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه به د شارجه په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د سپټمبر تر ۷مې نېټې به دوام وکړي.
ټاکل شوې چې ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت هر مازیګر په ۵:۳۰ بجې پیل شي.
په دې سیریز کې به درې واړه لوبډلې (افغانستان، پاکستان او متحده عربي امارات) دوه ـ دوه ځلې یو له بل سره سیالۍ ترسره کړي، چې په ټوله کې به اووه (۷) لوبې وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ د یادې سیالۍ په تړاو ویلي، چې ملي لوبډله د بریا لپاره پوره چمتووالی لري او له ټولو مینهوالو یې غوښتي چې د خپلې لوبډلې ملاتړ ته دوام ورکړي.
