
افغانستان نیوز۲۴: په کابل کې د برښنا د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د افغان ملي سوداګر میرویس عزیزي او د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور ترمنځ لاسلیک شو.
د پروژې له مخې به ۱۰ زره میګاواټه برښنا د ډبرو سکرو، اوبو او باد له سرچینو تولیدیږي.
چارواکي وایي، تخنیکي ډلې به د یکشنبې له ورځې څخه د سروې لپاره ځانګړو سیمو ته واستول شي.
میرویس عزیزي وايي، دا پروژه به شاوخوا ۱۵۰ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
عزیزي یو وتلی افغان پانګهوال دی چې په اماراتو کې یې د “عزیزي برج” په نوم د نړۍ دویمه لوړه ودانۍ جوړوي.
افغانستان دا مهال شاوخوا ۷۰ فیصده برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، خو دا وارداتي برښنا هم د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.