
افغانستان نیوز۲۴: د ننګرهار وادې کرنیز شرکت چارواکي وايي، چې د دغه شرکت اړوند بڼونو کې د خرما حاصل سرته رسېدلی او د تېر کال په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا خوږه، تازه او کورنۍ مېوه ډېر ژر د هېواد بازارونو ته وړاندې شي.
سرچینه زیاتوي، چې د خرما بڼونو ته هرکال پراختیا ورکول کېږي، څو د کورني تولید کچه لوړه، د وارداتو اړتیا کمه، او خلکو ته په مناسبه بیه وطنۍ مېوه وړاندې شي.
د کرنیزو چارو کارپوهان باور لري چې د ننګرهار اقلیمي شرایط د خرما د کر لپاره مناسب دي، او که له دغه سکتور سره لازم ملاتړ وشي، کولای شي د اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.