کورافغانستاند ننګرهار کانال د پالونیا نوې تجربوي پروژه بریالۍ ثابته شوې

د ننګرهار کانال د پالونیا نوې تجربوي پروژه بریالۍ ثابته شوې

افغانستان نیوز۲۴: د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د پالونیا ونو د قلمو د روزنې په برخه کې خپله وروستۍ تجربوي پروژه بریالۍ ارزولې ده، او دا شرکت په پام کې لري چې دغه هڅې نوري هم پراخې کړي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، دا نوې تجربه د هډې فارم د ثمرخېلو قوریې په یوه برخه کې عملي شوې، چیرته چې له ریښو اخیستل شوې قلمې د آزمایښتي ډول په توګه په شپاړس پلاستيکي کڅوړو کې کرل شوې وې. د کرنې له لومړنیو پایلو ښکاري چې دا هڅه مثبته نتیجه ورکړې ده.

پالونیا یوه له هغو ونو څخه ده چې په چټکه وده، اقلیمي برابرښت، د خاورې په تقویه، زرغونتیا، او اقتصادي ارزښت کې ځانګړی اهمیت لري. کارپوهان باور لري چې دا بوټي د چاپېریال د ساتنې او دوامداره کرنیز پرمختګ لپاره اغېزمن رول لري.

چارواکي وایي، د یادې ونې د لا زیات تولید او ترویج لپاره به علمي څېړنې او کرنیزې هڅې ګړندۍ شي، ترڅو دا تجربه په نورو سیمو کې هم تطبیق او پراخه شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې