کورنړۍمنظور پشتین: کله چې ازادي نه وي، د ازادۍ نمانځنه څه معنا...

منظور پشتین: کله چې ازادي نه وي، د ازادۍ نمانځنه څه معنا لري؟

افغانستان نیوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین، ویلي چې په پاکستان کې پښتانه د غلامۍ په شرایطو کې ژوند کوي، خو د دې سره سره، د اګست په ۱۴مه چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ګڼل کېږي پر پښتنو په زور د پاکستان بیرغ تحميلېږي او د ازادۍ تر نامه لاندې غلامي ورباندې لمانځل کېږي.

نوموړي په یوه پیغام کې څرګنده کړې: «څو ورځې وروسته به بیا هم دغه پاکستان پښتنو ته ووايي، چې جنډې واخلئ او خپله غلامي د آزادۍ په نامه ولمانځئ. او په زور به یې په موټرسايکلونو او ګاډو پاکستاني بیرغونه ورښخوي.»

پشتین ویلي، دا کړنه د پښتنو ملي حیثیت ته سپکاوی دی او د هغوی د هویت پر وړاندې یوه تحمیلي تګلاره ده.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د ملي ارزښتونو، فرهنګي خپلواکۍ او هویتي دفاع لپاره راپورته شي او د داسې جبري سمبولونو پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې