کورافغانستانملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اسلام‌اباد ته...

ملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اسلام‌اباد ته د سفر مخه نیولې ده

افغانستان نیوز۲۴: امرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ټاکل شوې وه چې د زمري په ۱۳مه اسلام‌اباد ته سفر وکړي، خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له خوا وځنډول شو.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په وینا، متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی او د سفر لپاره اړین معافیت نه دی ورکړل شوی .
صالح د اېکس پر خپله پاڼه لیکلي: «نپوهېږم، چې د بندیزونو په کمېټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې، خو له ډېرې مودې وروسته ملګرو ملتونو یو سم او پرځای اقدام وکړ.»

امرالله صالح پر طالبانو او پاکستان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو اصلي مسوولین دي.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د متقي سفر د “تخنیکي ستونزو” له امله ځنډېدلی، خو د دغو ستونزو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر دې دمه د متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په نوملړ کې نه دی شامل کړی. دا معافیت باید د کوربه هېواد له‌خوا وړاندیز شي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه نه دی توانېدلی اړینه رسمي غوښتنه وړاندې کړي.

په دې ترڅ کې، پاکستان د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې مشري هم پر غاړه لري. د ملګرو ملتونو له مقرراتو سره سم، هغه طالب چارواکي چې د بندیزونو نوملړ کې شامل دي، یوازې د ځانګړو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا بېړنیو درملنو لپاره او د کمېټې له تایید وروسته له هېواده بهر سفر کولای شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې