کورافغانستانپه پروان کې د وسلو لویه زېرمه کشف او ضبط شوه

په پروان کې د وسلو لویه زېرمه کشف او ضبط شوه

افغانستان نیوز۲۴: د پروان ولایت امنیتي ځواکونو د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې د وسلو او مهماتو یوه پټه زېرمه کشف کړې ده.

دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر سره شوي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې، چادونکي توکي او نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

د راپورونو له مخې، له یادې زېرمې څخه یو میل پیکا، دهشکه، کرینکوف، څو میله کلاشینکوف، M4، M40، M49، درې میله توپانچې، نارنجک‌ ویشتونکی، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، لسګونه شاجورونه، د پیکا پنځه صندوقه مرمۍ، د راکټ مرمۍ، د نارنجک‌ ویشتونکي ګولۍ، د ماینونو پټاقۍ، درې سولرې او نور وسایل ترلاسه شوي دي.

امنیتي سرچینې زیاتوي چې په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی، او ټول ترلاسه شوي توکي د امنیې قومندانۍ مسؤلینو ته سپارل شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې