
افغانستان نیوز۲۴: د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د نوي کوټ کلي بزګرانو د امونو نمونوي کښت پیل کړی و، چې پایلې یې مثبتې ثابتې شوې دي.
یاد کښت د یوې نوې تجربې په توګه تر سره شوی، چې د بزګرانو له خوا یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.
دوی د عضوي سرې کارونه، منظمه اوبهلګونه او د حاصل ساتنې اصول مراعت کړي، چې له امله یې د امونو حاصل نه یوازې ښه کیفیت لري، بلکې له خوند او اندازې پلوه هم بېسارې بلل کېږي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي دا نوښت د ولایت د اقلیمي وضعیت او زراعتي پراختیا سره سمون لرونکی بولي.
هغوی باور لري چې دا ډول تجربې کولای شي د کرنې سکتور ته نوي فرصتونه رامنځته کړي.
چارواکي له نورو بزګرانو هم غوښتنه کوي، چې له دې ډول ابتکاري هڅې ترسره او د زراعتي پرمختګ لپاره د نویو طریقو څخه ګټه پورته کړي.
د هغوی په باور، دا ډول نوښتونه د سیمې اقتصادي ثبات او د بزګرانو عوایدو لوړولو کې مهم رول لري.