
افغانستان نیوز۲۴: په ننګرهار کې د ګمبیري شاړه او وچه دښته د زرغونېدو پر لور روانه ده.
د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، شل زره جریبه شاړه ځمکه ۳۱ قراردادي شرکتونو ته سپارل شوې، چې له امله یې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغو شرکتونو مسؤلین وایي، چې په یاده سیمه کې یې د مالټو، لیمو، املوک او ممپلیو بېلابېل ډولونه کرلي، چې تر دې مهاله یې د پام وړ حاصل ورکړی دی.
سره له دې چې د اوبو کمښت یوه جدي ستونزه ده، شرکتونو هڅه کړې چې د ژورو څاګانو له لارې اوبه برابرې کړي.
خو سیمهییز اوسېدونکي له حکومتي چارواکو غواړي چې د اوبو د دوامدارې سرچینې لپاره عاجلې حللارې پیدا کړي.
د ګمبیري دښتې د زرغونولو هڅې په لومړي ځل د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا لهخوا پیل شوې وې. هغه د کونړ له سینده اوبه را انتقال کړې او په زرګونو جریبه شاړه ځمکه یې اباده کړه، خو د نوموړي تر ناوړه وژل کېدو وروسته دا هڅې کمزورې شوې.
د اوسنیو پرمختګونو په دوام، تمه کېږي چې دا پراخې سیمې به یو ځل بیا شنې شي او د سیمې د اقتصاد، چاپېریال او خلکو ژوند ته نوې هیلې ورکړي.