کورافغانستانتېره اونۍ جوزجان کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور په ټړاو...

تېره اونۍ جوزجان کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور په ټړاو ۱۱ کسان نيول شوي

افغانستان نيوز ۲۴: د کورنيو چارو وزارت اړوند نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، جوزجان ولايت کې د تېرې يوې اونۍ پرمهال، د ياد ولايت منسوبينو ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو پلور او کارولو په ټړاو نيولي دي.

ياد معینیت نن « پنجشنبه، زمري ۱۶مه » پر اېکس يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغو نشه‌يي توکو کې ۵۲ ګرامه شيشه، ۴۵۵ ګرامه چرس، ۲.۴۰۰ کيلوګرامه ترياک او نور بېلابېل نشه‌يي توکي شامل وو.

امنيتي چارواکو ويلي، چې نيول شوي دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته، عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ورته مهال د جوزجان نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په نشه‌يي توکو روږدي ۵ کسان نيولي او د درملنې په موخه يې روغتيايي کمپ ته ورپېژندلي دي.دا په داسې حال کې ده چې نن خوست ولايت کې هم دوه کسان له ۱۹۰۰ نشه‌يي ګوليو سره نيول شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې