
افغانستان نیوز۲۴: د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې کریسټوفر لکسون، د اسراییلو پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې هغه «خپل عقل له لاسه ورکړی» دی.
لکسون د غزې پر تازه بریدونو سخت غبرګون ښودلی او دا یې «په بشپړ ډول د نه منلو وړ» بللي دي. هغه ټینګار کړی چې د خلکو په زور بېځایه کول او د غزې الحاق به له نړېوال قانون څخه په ښکاره توګه سرغړونه وي.
هغه وویل: «موږ دا مسایل په دوامداره توګه غندلي دي، خو هغه هېڅ غوږ نه نیسي.»
لکسون همداراز زیاته کړې چې نیوزیلنډ د یوه دولت په توګه د فلسطین د رسمیتپېژندنې په تړاو غور کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې استرالیا د کاناډا، برتانیې او فرانسې په څېر اعلان وکړ چې راتلونکې سپتمبر کې به د ملګروملتونو په کنفرانس کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني