کورافغانستاناروپايي اتحادیه د افغان ماشومانو لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپايي اتحادیه د افغان ماشومانو لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

افغانستان نیوز۲۴: یونیسف اعلان کړی چې اروپايي اتحادیې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه کېږي، ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه مرسته د «خوځنده افغان ماشومان» د پروګرام په چوکاټ کې لګول کېږي ترڅو له کورنیو بېل شویو ماشومانو ته عاجل پاملرنه او د هغوی د اوږدمهاله ادغام لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

یونیسف ویلي چې په راتلونکو درې کلونو کې به نږدې ۱۸۰ زرو ماشومانو او کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.

د دې ادارې په وینا، د اروپايي اتحادیې ټولې مرستې له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر دې دمه ۳۸ میلیونه یورو ته رسېدلي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې