
افغانستان نيوز ۲۴: د اسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت ويلي، کُنړ کې د شوې خونړۍ زلزلې له امله د مړو شويو شمېر ۲۲۰۵ او د ژوبلو کسانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.
فطرت نن « پنجشنبه، وږي ۱۳مه » پر اېکس پاڼه ليکلي، د کُنړ نورګل ولسوالي مزار درې، څوکۍ ولسوالي ډيوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالي زلزله ځپلو سيمو کې تر دې مهاله په ويجاړو شويو کورونو کې د ژغورنې او پلټنې عملیاتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي او د پلټنې هڅې لا هم دوام لري.
فطرت زياته کړې، د کُنړ بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خيمې اېښودل شوي او ټپيانو ته د لومړنيو او بېړنيو مرستو لېږد، په منظم ډول دوام لري.
بللور نن قطر هېواد د کُنړ او ننګرهار زلزله ځپلو ته څلورو الوتکو کې بشري مرستې استولي.
د قطر بهرنيو چارو وزارت ويلي، ټاکل شوې دغه مرستې د هېواد ختيځ کې پر ۱۱ زره زلزله ځپلو ووېشل شي.
