کورنړۍمنظور پشتين د پاکستان پوځ د پښتنو د وژلو عادت اخيستی

منظور پشتين د پاکستان پوځ د پښتنو د وژلو عادت اخيستی

افغانستان نيوز۲۴

افغانستان نيوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستاني پوځ د غوښتنې خلاف، د پښتونخوا خاوره «مستعمره» وبلله او وايي، پاکستان هڅه کوي د لر او بر پښتنو تر منځ اختلاف پيدا کړي.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د پنجاب پوځ یو ځل بيا «د مستعمرې پښتونخوا» بې ګناه پښتانه په تيراه او خېبر کې شهيدان او زخمیان کړيدي.

نوموړي ليکلي، د کورمې ايجنسۍ ولسونه په پېښور کې د پوځ د عملیاتو خلاف احتجاجونه روان ساتلي، خو غږ يې نه اورېدل کېږي: «دا ټول د پنجابي جنرالانو له لاسه. هغوی چې وايي په دې رياست کې پښتانه هم شته، نو هغوی خو هم د پنجاب نوکران دي، ګنې د پښتنو د يوې ستونزې د حل جرئت خو دې وکړي.»

هغه د پاکستاني پوليسو لخوا له افغان کډوالو سره روان ظلم او زور زياتی هم غندلی او وايي، له يوې خوا په جبر اېستل کېږي او له بلې خوا يې تورخم پرې بند کړی دی: «د پاکستان پوځ د خپلې ماتې غچ له ښځو او ماشومانو اخلي.»

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو غږ کړی، چې د خپلو دغو خلکو خدمت ته ودریږي او د پاکستاني نظامیانو د ټولو خنډونو جوړولو په مقابل کې بيا هم له دغه خدمت څخه پر شا نشي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې