کورنړۍعمران خان: د پاکستان پوځ مشر يو لوی ظالم او رواني ناروغ...

عمران خان: د پاکستان پوځ مشر يو لوی ظالم او رواني ناروغ دی

افغانستان نيوز۲۴: طد پاکستان پخواني لومړي وزير او د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان چې دا وخت په زندان کې دی، د پاکستان پوځ مشر عاصم منير يو لوی ظالم او رواني ناروغ بللی دی.

عمران خان يادونه کړې چې پاکستان دا وخت هيڅ قانون نه لري او د عاصم منير په خوښه اداره کېږي، نه د کوم قانون له مخې. «د هغه په ​​وخت کې د ظلم اندازه بې سارې ده – د هغه په ​​وخت کې، ښځو ته پام نه کېږي، او نه هم پر ماشومانو او بوډاګانو رحم کوي- عاصم منیر د خپلې چوکۍ ساتلو لپاره هر ته کوي.»

عمران خان زياته کړې « اوس مهال، یوازې یو کس، عاصم منیر، په هېواد کې واکمن دی – چې له امله یې د اخلاقو جنازه له پاکستان وتلې ده».

خان د خپلو خبرو په دوام ويلي د عاصم منیر په وخت کې د ښځو سره د ظلم اندازه بې سارې ده او په بې وسلې کسانو ډزې کول يې هم تر ټولو لوی ظلم او خيانت دی.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې