کورافغانستاند ۱۴۰۴ کال تلې مياشت کې د نږدې ۲۷۵ میلیون ډالرو په...

د ۱۴۰۴ کال تلې مياشت کې د نږدې ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي



افغانستان نیوز۲۴: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۷۴٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو ملیارد او ۱۶۸٫۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹٫۸ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د وږي میاشتې په پرتله ۴۵٫۱ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲٫۶ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۴ کال په تلې مياشت کې د ۶۴٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده‌ عربي اماراتو هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې د برېښنا وارداتو له ارزښت پرته محصولي او غير محصولي واردات شامل دي.



اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې