کورنړۍمنظور پشتين: پاکستان هره ورځ د پښتنو په وینو خپله ډالريزه نشه...

منظور پشتين: پاکستان هره ورځ د پښتنو په وینو خپله ډالريزه نشه پوره کوي

افغانستان نيوز۲۴

افغانستان نیوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: «نن یو ځل بیا په جلندري ترانې مست فوځونو د پښتنو په اورکزو ډبوري سیمې مارټر ګولۍ ویشتلې دي، چې په نتیجه کې یو بې‌ګناه اورکزئ پښتون شهید شوی او بل زخمي دی.
د جلندري سرود یواځې په ناستې اورېدو باندې چې میډیا او سیاست‌مدارانو څومره غصه ښکاره کړه، آیا دوی جرأت لري چې د یو پښتون په داسې بې‌رحمانه وژلو هم هغه ډول غصه، خفګان، بیانونه او کوریج وکړي؟»

هغه همدا ډول ډول يادونه کړې چې « د دوی لپاره د اتیا زره تش‌لاس بې‌ګناه پښتنو وژنه “په سخت ظلم، جبر، بې‌رحمۍ او بې‌وسۍ کې” هېڅ اهمیت نه لري، خو د یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه ورته تر دې ډېر زیات مهم دي.
مونږ د دې پیښې پرخلاف د ځائي اولسونو تر سرکاري ودانیو پورې تګ عمل ملګري یو.»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې