
افغانستان نیوز۲۴: د هرات د والي د ویاند دفتر وايي، یو ملي سوداګر د خیرښیګڼې په ابتکار کې هره ورځ د یوه ښوونځي پر زدهکوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي.
محمد یوسف سعیدي دغه کار د بزګرانو د ملاتړ او کورنیو تولیداتو د ارزښت د لوړېدو لپاره یو اغېزناک نوښت بللی.
د سعیدي په وینا، تر اوسه د یاد ښوونځي زدهکوونکو ته ۶ ټنه انار او د انارو جوس وېشل شوي دي.
هغه د نورو سوداګرو څخه هم غوښتنه کړې چې د کورنیو تولیداتو د ترویج په برخه کې ورته ګامونه پورته کړي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ لارې نږدې دوه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د تازه مېوو بیې راټیټې او د بڼوالو او صادروونکو کاروبار ته زیان رسېدلی دی.
