کورنړۍګوادر کې چینايي شرکت خپل فعالیتونه وتړل

ګوادر کې چینايي شرکت خپل فعالیتونه وتړل

افغانستان نیوز۲۴: د  ګوادر په ازاد زون کې فعال چینايي شرکت هینګینګ سوداګریز شرکت (خصوصي محدود) اعلان کړی چې په پاکستان کې خپل ټول فعالیتونه سمدستي دروي او خپله فابریکه تړي.

د شرکت د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د پرله‌پسې غیر بازاري فشارونو او عملیاتي خنډونو له امله شوې، چې د سوداګرۍ دوام یې ناممکن کړی دی. شرکت وایي، که څه هم د دوی تاسیسات د نړیوالو خوړو د خوندیتوب معیارونو (د خوړو د خوندیتوب او خطرونو د کنټرول نړیوال سیستم) او د چین د ګمرک غوښتنو سره برابر دي، خو د صادراتو لپاره اړینې اجازې په دوامداره توګه ځنډول شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د صادراتو د درېدلو له امله شرکت له سختو مالي زیانونو سره مخ شوی، چې پکې د کارکوونکو معاشونه، د برېښنا لګښتونه او د کانتینرونو اضافي فیسونه شامل دي.

شرکت ټینګار کړی چې موجودې ستونزې نور تخنیکي نه دي، بلکې له اداري بې‌ثباتۍ او سیسټماتیکو خنډونو سره تړاو لري، چې د سوداګرۍ بقا یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

یاد شرکت د نورو نړیوالو پانګوالو لپاره هم خبرداری ورکړی چې د تر چتر لاندې له پانګونې وړاندې باید د پالیسۍ د عملي کېدو او اداري ثبات وضعیت په دقت وارزوي.

د شرکت ادارې له خپلو چینايي او پاکستاني کارکوونکو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې په اوسنیو شرایطو کې نور د دوامدار کار زمینه برابرولای نه شي.

له بلې خوا، او د همدې اقتصادي دهلېز اړوند پروژې له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ګواښونو او سیاسي مخالفتونو سره مخ دي. د شنونکو په وینا، په سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابوالی او اداري ننګونې د بهرنیو پانګونو پر دوام مستقیم اغېز لري.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې