
افغانستان نيوز۲۴: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي، چې د پاکستان د حکومت اوسني سیاستونه هېواد د کورنۍ جګړې پر لور سوق کوي.
اڅکزي د شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو ته په اشارې وویل، چې د حکومت د ناسمو پالیسو له امله دوهاړخیزه سوداګري په ټپه درېدلې او د خلکو اقتصادي وضعیت سخت زیانمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
«پاکستان له هند سره درې ځله جګړه کړې، خو بیا هم ورسره سوداګري روانه ده؛ خو د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې له افغانستان سره سوداګري تړل شوې ده. که خلکو ته د سیاسي فعالیت، د ګوندونو جوړولو او د خپل ځان د ساتنې اجازه ور نه کړل شي، دا کار هېواد د کورنۍ جګړې پر لور بیایي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د حکومت دا ډول پالیسۍ د منلو وړ نه دي او خبرداری یې ورکړ، چې د روان وضعیت دوام به جدي پایلې ولري.
اڅکزي همداراز د پښتني سیمو کې د پاکستان د پوځ پر عملیاتو او له ملکي وګړو سره د چلند په اړه سختې نیوکې وکړې او د یادو تګلارو د بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.
