کورنړۍحیربیار مري: د سیمې ثبات د بلوچ، کرد او اهوازي عربو د...

حیربیار مري: د سیمې ثبات د بلوچ، کرد او اهوازي عربو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو پورې تړلی

افغانستان نیوز۲۴: حیربیار مری د یوې څرګندونې په ترڅ کې ویلي چې امریکا باید د سیمې پېچلتیاوې او هغه څه چې ده یې “د نورو ملتونو پر وړاندې سیستماتیک استعماري چلند” وباله، په دقت درک کړي. نوموړي ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول امریکا، د بلوچ، کرد او اهوازي عربو د خپلواک دولتونو د حق ملاتړ وکړي، نو دا به د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره یو مهم ګام وي.

د هغه په وینا، که دغه ملتونه خپلواک شي، نو د هرمز تنګي په شمال کې به هم د خلیجي هېوادونو په څېر ارام او باثباته دولتونه رامنځته شي. هغه زیاته کړه چې د ایران له لوري د بېلابېلو قومونو پر طبیعي شتمنیو کنټرول او د هغو د منابعو کارول د سیمه‌ییزو کړکېچونو یو اساسي لامل دی.

میر یار بلوچ وویل، تر هغه چې دا وضعیت دوام ولري، سیمه به له تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچونو سره مخ وي. د هغه په باور، د حل غوره لار دا ده چې یاد ملتونه خپل سیاسي برخلیک په خپله وټاکي، ځکه دا به د سیمه‌ییزو شخړو، سیاسي فشارونو او د “محور مقاومت” په نوم د جوړښتونو د پراختیا مخه ونیسي.

نوموړي په پای کې ټینګار وکړ چې د خپلواکو او ځان‌بسیا دولتونو رامنځته کېدل کولی شي د سیمې په عمومي امنیت او اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلون راولي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې