
افغانستان نيوز۲۴: «مري بریوري» چې د پاکستان تر ټولو پخوانۍ د الکولي مشروباتو تولیدوونکې کمپنۍ بلل کېږي، له نږدې پنځو لسیزو ځنډ وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته د خپلو تولیداتو صادرات پیل کړي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه شرکت مشر اسفندیار بهنډاره ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د شرابو لومړنۍ جوپې صادرې کړې دي.
هغه ویلي، دا صادرات په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان له اقتصادي ستونزو او د بهرنۍ اسعارو له کمښت سره مخ دی، او حکومت هڅه کوي د صادراتو د زیاتوالي له لارې عواید لوړ کړي.
مري بريوري اوسمهال په اسلاماباد، لاهور او راولپېنډۍ کې هم ګڼ مرکزونه لري او د پېښور په پي سي هوټل کې هم د پلور رسمي جواز لري.
«مري بریوري» په ۱۸۶۰ کال کې د برتانوي واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه او د پاکستان له هغو محدودو شرکتونو څخه ده چې د الکولي مشروباتو د تولید قانوني اجازه لري.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په ۱۹۷۷ کال کې د شرابو پر پلور پراخ محدودیتونه ولګول، خو غیرمسلم اقلیتونو او بهرنیو وګړو ته لا هم د ځانګړو جوازونو له مخې د الکولو اخیستلو اجازه شته.
