
افغانستان نيوز۲۴: د نړیوالو شاخصونو له مخې افغانستان د ښځو د وضعیت په برخه کې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې تر ټولو ټیټ ځای لري.
نړیوال راپورونه ښيي چې په افغانستان کې ښځې د زدهکړې، کارموندنې او ټولنیز ګډون په برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.
د نړیوال اقتصادي فورم د نړیوال جنسیتي برابرۍ راپور او د جورج ټاون د سولې او ښځو د امنیت انسټیټیوټ د شاخصونو پر بنسټ، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د زدهکړې ته د لاسرسي، اقتصادي ګډون، روغتیايي خدماتو او ټولنیز حضور له پلوه په ټیټه کچه کې ارزول شوی دی.
کارپوهان وایي چې دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر فردي ژوند اغېز لري، بلکې د ټولنې پر پرمختګ او اقتصادي ودې هم منفي تاثیرات لري.
د دوی په وینا، د ښځو د تعلیم او کار فرصتونو کمښت د اوږدمهاله ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سبب ګرځي.
که څه هم بېلابېل نړیوال بنسټونه د ښځو وضعیت په بېلابېلو شاخصونو ارزوي، خو په عمومي ډول ټول په دې خبره متفق دي چې افغانستان د ښځو د وضعیت له پلوه له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
