کورنړۍبلوچ خپلواک خوځښت: د پاکستان د اټومي ازموینو پر ضد د نړیوالو...

بلوچ خپلواک خوځښت: د پاکستان د اټومي ازموینو پر ضد د نړیوالو مظاهرو اعلان وکړ

افغانستان نیوز۲۴: د بلوچ خپلواک خوځښت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د پاکستان اټومي وسلې د نړیوالو ادارو تر سختې څارنې لاندې راولي او دغه هېواد “بې‌اتومي” کړي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې د ۱۹۹۸ کال د مې په ۲۸مه د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ په رسکوه سیمه کې د پاکستان د اټومي ازموینو له امله پراخې انساني او چاپېریالي اغېزې رامنځته شوې دي. د یادې اعلامیې له مخې، دغه سیمه چې یو وخت د ژوند، کرنې او ځنګلي ژوند او متوازن چاپېريال لپاره مشهوره وه، اوس د رادیواکټیف ککړتیا له جدي ستونزو سره مخ ده.

روغتیایي او چاپيریالي اغېزې:

په راپور کې ویل شوي چې په سیمه کې یو شمېر خطرناکې ناروغۍ ډېرې شوي او همدا ډول یادونه شوې چې د باران کچه هم کمه شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې سره له دې وضعیت، نړیوالو بشري او چاپېریالي سازمانونو ته لا هم د چاغي د ازموینو سیمو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې، څو د ککړتیا کچه او د اغېزو کره څېړنه وکړي.

د خپلواکۍ پلوه غورځنګ Free Balochistan Movement ویلي چې د مې په ۲۸مه به د پاکستان د اټومي ازموینو د کلیزې په مناسبت په لندن، جرمني، هالنډ او نورو هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې او عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي. دغه غورځنګ هر کال دا ورځ د احتجاجونو په بڼه لمانځي او د اغېزمنو کورنیو وضعیت نړیوالو ادارو ته وړاندې کوي.

د نړیوالې ټولنې څخه غوښته:

په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د پاکستان اټومي وسلې د نړیوالو ادارو تر څارنې لاندې بې‌وسلې، غیر فعالې یا انتقال کړي، ځکه دا وسلې د سیمې د ثبات لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.

یادونه شوې چې د پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي کړکېچ پر مهال د ایران ملاتړ او د پاکستان په هوايي اډو کې د ایران د پوځي الوتکو شتون هم د اندېښنې وړ مسله ده، او د اعلامیې له مخې دا وضعیت د سیمې امنیتي خطرونه زیاتولی شي.

په پای کې غوښتنه شوې چې نړیواله ټولنه باید د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي او د پاکستان اټومي وسلې د نړیوالې څارنې لاندې راولي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې