کورنړۍد بلوچستان جمهوریت په نوم ډلې د پاکستان پر پوځ او امنیتي...

د بلوچستان جمهوریت په نوم ډلې د پاکستان پر پوځ او امنیتي پالیسو سختې نیوکې وکړې

افغانستان نیوز۲۴

افغانستان نيوز۲۴: بلوچستان په نوم یوې بېلتون‌پالې ډلې، چې ځان د “بلوچستان جمهوریت” بولي، په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستان پر پوځ او امنیتي پالیسو سختې نیوکې کړې دي.

په اعلامیه کې دغه ډلې ادعا کړې چې پاکستان د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دی او تور یې پورې کړی چې اسلام‌اباد له کلونو راهیسې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره له وسله‌ والو ډلو ملاتړ کوي.

اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې بلوچستان نور د پاکستان تر بشپړ کنټرول لاندې نه دی او د دوی په وینا، د خپلواکو پوځي او اداري جوړښتونو د رامنځته کولو هڅې روانې دي.

یادې ډلې له نړیوالې ټولنې، هند او افغانستان څخه غوښتي چې د دوی دریځ ته پاملرنه وکړي او د پاکستان پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دې اعلامیې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. بلوچ بېلتون‌پالې ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان له مرکزي حکومت سره په شخړه کې دي او وخت ناوخت ورته سیاسي او پوځي دریځونه خپروي

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې