کورنړۍبلوچستان کې د لویې لارې کړکېچ؛ د وسله والو له خوا د...

بلوچستان کې د لویې لارې کړکېچ؛ د وسله والو له خوا د ریکو ډیک پروژې ۱۷ کسانو د نیولو ادعا شوې

افغانستان نیوز۲۴: د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د کوټې–تفتان پر مهمه لویه لار د امنیتي وضعیت د خرابېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له مخې یې د وسله والو د فعالیتونو او د تلاشي پوستو د جوړېدو ادعاوې شوې دي.

ځايي سرچینې وايي، چې په مال سیمه کې د بلوچ آزادۍ غوښتونکو وسله والو له لوري د کلابندۍ پر مهال د ریکو ډیک کان ‌کيندنې پروژې سره د تړاو لرونکو ۱۷ کسانو د نیولو ادعا شوې ده.

د نیول شویو کسانو هویت تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو ویل کېږي چې دوی د کان ‌کېندنې له یوې اړوند پروژې یا شرکت سره تړاو لري.

په وروستیو ورځو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو لکه نوشکي، خاران او مستونګ کې د کان ‌لیږدونکو موټرو او د هغوی د امنیتي کاروانونو پر ضد د بریدونو او تاوتریخوالي پېښو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

تېره اوونۍ د نوشکي له سیمې څخه د سرو زرو او نورو معدني موادو د لېږد پر مهال پر یو شمېر لویو موټرونو برید شوی و، چې له امله یې ځینې موټرونه ویجاړ شوي وو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ادعاوې هم شوې وې.

همدارنګه په خاران کې د کان ‌لیږد دوه موټرونه او په مستونګ کې درې موټرونه سوځول شوي وو، او په دالبندین کې د یوې کان‌کيندنې پروژې له تړاو لرونکي څو کسان د وسله والو له خوا د نیول کېدو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

وسله والې ډلې Baloch Liberation Army (BLA) د دغو پېښو مسؤلیت اخیستی او ادعا یې کړې چې دا بریدونه د هغو وسایطو او کسانو پر ضد شوي چې دوی یې د بلوڅو د طبیعي زیرمو د استخراج برخه بولي.

د دغې ډلې ویاند جېنډ بلوڅ په یوه بیان کې ویلي چې دوی د کوټې–تفتان لویه لار تر خپل “کنټرول” لاندې راوستې او له دې لارې به د کانونو او معدني موادو د لېږد مخه ونیسي.

خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، او دولتي سرچینو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړی.

امنیتي وضعیت لا هم تر څار لاندې دی او د پېښو په اړه پلټنې روانې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې