کورنړۍد خیبر په لنډي کوتل کې د پوليسو د یوې پوستې د...

د خیبر په لنډي کوتل کې د پوليسو د یوې پوستې د چاودنې راپور

افغانستان نيوز۲۴: د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل تحصیل کې د کم شلمان پر سړک د اړخنده په نوم یوه پولیسه پوسته د بارودي چاودنې له امله ویجاړه شوې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه رامنځته شوې، کله چې د حیدري چیک پوستې څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې د کم شلمان په لوري د اړخنده پوستې دننه زوروره چاودنه وشوه.

د چاودنې غږ تر لرې سیمو پورې اورېدل شوی او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ یې وېره او اندېښنه خپره کړې ده.

سرچینې وایي، یاده پوسته له نږدې څلورو کلونو راهیسې غیر فعاله او تړلې پرته وه. تر اوسه د پېښې له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

پولیسو د پېښې د څرنګوالي او د مسئولینو د پېژندلو لپاره څېړنې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د چاودنې د عاملینو په اړه رسمي مالومات نه دي خپاره کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې