کورنړۍد تلیفون شمېرې پر ځای یوزرنېم؛ واټس‌اپ د محرمیت لپاره نوی او...

د تلیفون شمېرې پر ځای یوزرنېم؛ واټس‌اپ د محرمیت لپاره نوی او ځانګړی فیچر اعلان کړ

افغانستان نيوز۲۴: د پیغام رسونې مشهور اپلېکېشن واټس‌اپ د کاروونکو د محرمیت د لا خوندي کولو په موخه د یوزرنېم (Username) نوي فیچر د معرفي کولو اعلان کړی دی.

د واټس‌اپ د خپرو شویو مالوماتو له مخې، له دې وروسته به کاروونکي د خپلې کورنۍ، ملګرو او یا هم نورو کسانو سره د اړیکې نیولو لپاره اړ نه وي چې خپل د تلیفون شمېره شریکه کړي.

د راپور له مخې، د نوي یوزرنېم فیچر په مرسته به کاروونکي وکولای شي د خپل تلیفون شمېرې د خوندي ساتلو لپاره ځانګړی او بې‌ساری یوزرنېم وټاکي.

میټا ویلي، د تلیفون شمېرو ته د لاسرسي محدودول به دا معنا ولري چې کله یو کاروونکی د واټس‌اپ کومې ډلې (ګروپ) سره یوځای کېږي، یا د لومړي ځل لپاره کوم شخص یا ادارې ته پیغام استوي، نو د هغه د تلیفون شمېره به په اوتومات ډول له نورو کاروونکو سره نه شریکېږي.

په بیان کې زیاته شوې، کله چې یو کاروونکی خپل یوزرنېم وټاکي، نو هر هغه څوک چې غواړي په واټس‌اپ کې ورسره اړیکه ونیسي، باید د هغه دقیق یوزرنېم وپېژني.

میټا همدارنګه ویلي، دا چې په نړۍ کې د واټس‌اپ نږدې ۳ میلیارده کاروونکي شته، نو امکان لري چې هر څوک د خپلې خوښې یوزرنېم ترلاسه نه کړي.

د شرکت په وینا، د مشهورو شخصیتونو او لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه به د عامو کاروونکو لپاره د یوزرنېم په توګه شتون ونه لري، ترڅو د جعلکارۍ او درغلۍ مخه ونیول شي.

دا نوی فیچر به د محتوا جوړوونکو (کریېټرانو)، کوچنیو سوداګریو او ادارو لپاره هم ګټور وي، ځکه هغوی به وکولای شي د انسټاګرام او فېسبوک په څېر نورو پلیټفارمونو کې کارېدونکي یوزرنېمونه په واټس‌اپ کې هم وکاروي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې