کورلوبېیونس خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وګومارل شو

یونس خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان یونس خان د روان کال د اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې یونس خان به په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې ته د پاکستان د اقلیمي شرایطو، د پیچونو ځانګړتیاوو، او د لوبې د تګلارې په اړه لارښوونې وکړي. هغه به د ملي لوبډلې له مشر روزونکي سره په ګډه د پلان جوړونې او د لوبغاړو د وړتیاوو لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
د اعلامیې له مخې، یونس خان مخکې هم په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ پر مهال د توپوهنې د روزونکي په توګه کار کړی و او په دې برخه کې یې خپلې تجربې شریکې کړې دي.
ټاکل شوې چې د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه د پاکستان په کوربتوب پیل شي او د مارچ تر ۹مې به دوام ومومي. او دغه سیالۍ به د افغانستان کرکټ لپاره خورا مهمې وي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې