
افغانستان نيوز۲۴: کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته د ننۍ چاودنې له امله، د طllبانو د امنیتي قوماندان په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
يو شمېر سرچينو افغانستان نيوز۲۴ ته د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې د يو شمېر ټپیانو حالت ډېر نازک دی.
د سرچينو له قوله چاودنه هغه مهال وشوه کله چې طl_ l بنو ته معاشونه ورکول کېدل. ط_l lب چارواکو د چاودنې پخلی کړی، خو تر دې دمه هېڅ ډلې یې مسؤولیت نه دی منلی.
عیني شاهدان وایي چې د کندز ولایتي روغتون ته ۳۰ مړي وړل شوي، او سربېره پر دې، نورو روغتونونو ته هم ټپیان لېږدول شوي دي.
د یادولو ده چې د وژل شویو په ډله کې زیاتره د طlلبانو ځواکونه شامل دي.