کورافغانستانننګرهار: د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

ننګرهار: د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

افغانستان نيوز۲۴: د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د لعلپورې ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه د افغان طl_lب ان_و او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په وینا، افغان ځواکونو غوښتل خپلې پوستې ټینګې کړي او د ټانک لپاره خندق جوړ کړي، چې په دې ترڅ کې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

سرچینې زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې ورته نښتې زیاتې شوې دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې