
افغانستان نيوز۲۴: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته رسیدلی، ترڅو د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه له سعودي چارواکو سره په لوړه کچه خبرې اترې وکړي.
د سعودي رسنیو د راپور له مخې، مارکو روبیو ریاض ته د دې لپاره تللی، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د هڅو ارزونه وکړي او د سیمهییزو دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.
په خپل سفر کې، هغه به د سعودي چارواکو سره په مهمو بحثونو کې برخه واخلي، چې هدف یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره ډیپلوماتیکې هڅې پرمخ بیول دي.
بلخوا، د روسیې رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د سې شنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې ریاض ته ورسیږي، ترڅو په دې مذاکراتو کې برخه واخلي.
د راپور له مخې، مارکو روبیو په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي، چې پکې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
روبیو ته په دې سفر کې د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازی سټیو ویټکوف او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم ملګري دي.
یادې خبرې اترې وروسته له هغې ترسره کیږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ تیره اونۍ تلیفوني خبرې وشوې.
د ویلو ده چې ټرمپ د اوکراین د جګړې پای ته رسول د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼلی.