کورنړۍناپېژنده وسله والو له بلوچستانه پنجاب ته پر لاره د یوه ...

ناپېژنده وسله والو له بلوچستانه پنجاب ته پر لاره د یوه بس اوه سپرلۍ په ډزو وژلي دي

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستانۍ رسنيو د راپور له مخې، یو مسافر وړونکی بس چې له کوټې څخه فیصل اباد ته پر لاره و، د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ په رخنۍ سیمه کې وسله والو درولی او د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې اوه سپرلۍ ځای پر ځای په ډزو وژلې دي.

د بارکهان ولسوالۍ د پولیسو مرستیال خادم حسین رسنیو ته ویلي، چې په یاده پېښه کې اوه مساپر وژل شوي چې ټول یې د پنجاب د بیلابیلو ښارونو سره تړاو لري.

خادم حسین زیاتوي، چې د دغې پېښې مړيیې روغتون ته لېږدولي او د پېښې سیمه کلابنده ده او د دوی پلټنې روانې دي.

د دغه بس د سپرو له ډلې د ذیشان په نوم یو کس وايي، چې په یاده پېښه کې د ده ورور وژل شوی، هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «له ۱۰ تر ۱۲ وسله والو بس ودراوه، د ټولو مساپرو پېژندپاڼې یې وکتلې، زما د ورور عدنان پېژندپاڼه یې هم ولیدله او له بس څخه یې کښته کړ، وسله والو زما د ورور په ګډون ټول اوه کسان په ډزو سره ووژل.»

د یادې پېښې یوې بلې ښځې چې وسله والو یې ورور وژلی، جیونیوز ته ویلي: «مونږ له کوټې څخه فیصل اباد ته روان وو، پټمخو وسله والو، زمونږ د سپرلۍ بس ودراوه، زما د ورور پېژندپاڼه یې وکتله او له بس څخه یې کښته کړ، موږ پټ پټ ورکتل، چې وروسته یې په ډزو وواژه.»

بل خوا د بلوچستان ایالت سر وزیر سرفراز بګټي په بارکهان کې د اوو مساپرو وژنه غندلې او زیاته کړې یې ده، «ترهګر بې ګناه خلک وژني، د امن او سولې د دښمنانو دا بزدلانه بریدونه د زغم وړ نه دي او موږ به کلک ځواب ورکړو.»

دا په روان میلادي کال کې د پنجاب او بلوچستان تر منځ پر لاره د دې ډول لومړنۍ پیښه ده.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې پر همدې لاره پر ګاډو بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي وو. چې له ډلې يې ۲۰ تنه د پنجاب د بیلابیلو سیمو اوسېدونکي وو.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې