
افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان او متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د سږ ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافي « اتلانو جام » پيل لوبه کې نيوزيلنډ کرکټ ملي لوبډلې د ۶۰ منډو په توپير کوربه پاکستان ته ماته ورکړه.
دا سيالي چې نن « چهارشنبه،فبرورۍ۱۹مه» د پاکستان کراچۍ ښار نېشنل بانک لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپاچونې«بالېنګ» پرېکړه يې وکړه.
نيوزيلنډ په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ويل يانګ او ټام لاتم د سليزو پرمټ سيالې لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه.نيوزيلنډ لپاره ويل يانګ ۱۰۷ او ټام لاتم ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پاکستان ته نسيم شاه، هارېس روف دوه ـ دوه او ابرار احمد يوه وېکټ واخيسته.
پاکستان د نيوزيلنډ لوبډلې د ورکړل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۴۷،۲ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ۲۶۰ منډو وسوځېده او د ۶۰ منډو په توپير يې خپل کورني لوبغالي کې ماته وخوړه.
پاکستان لپاره خوشدېل شاه ۶۹ او بابر اعظم ۶۴ منډې وکړې.نيوزيلنډ ته په توپاچونه کې ويل اوروک، مېچلسېنټنر درې- درې او مت هېنري دوه لوبغاړي وسوځول.
د اتلانو جام سياليو په لړ کې به له الف ګروپ څخه سبا « پنجشنبه،فبروري۲۰» هندوستان په دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې له بنګلهدېش لوبډلې سره مخ شي.
دغه جام کې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوي لومړۍ ډله «الف ګروپ» کې پاکستان، هندوستان، نيوزيلنډ او بنګلهدېش لوبډلې او په دويمه ډله « بګروپ» کې بيا افغانستان، سويلي افريقا، اسټرالیا او انګلستان شتون لري.
چمپينز ټرافي به ۱۹ ورځې دوام ولري او ټولې پکې ۱۵ لوبې کېږي.