
افغانستان نيوز۲۴: طالبانو د افغانستان د روم اساسنامې له غړیتوبه د وتلو اعلان وکړ، وایي چې دې اساسنامې ته هیڅ قانوني مکلفیت نه لري.
دوی زیاته کړې چې د تېرې ادارې لهخوا الحاق یې د اعتبار وړ نه بولي.
دوی د جرمونو پر نړیوالې محکمې نیوکه کړې چې ولې یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمونو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوالې محکمې د “اشغالګرو” او د دوی د متحدینو لهخوا د افغانانو پر ضد شوي جنګي جرمونه نه دي څېړلي.
طالبانو د دې محکمې کړنې د عدالت له مخې نه بلکې سياسي تمایلات بللي دي.
دا اعلامیه یوه میاشت وروسته له هغه خپرېږي چې نړیوالې محکمې د طl_lب ان_و مشر ملا هبتالله او د دوی د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی و.