کورافغانستاند ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې ۱۶۲٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت...

د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې ۱۶۲٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

افغانستان نيوز۲۴: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۹۷٫۲ ميليونو ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰٫۲ میلیونو ډالرو ته رسید. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ ميليونه ډالره کموالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱٫۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵٫۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې