کورلوبېاتلانو جام کې د اسټرالیا لومړی بريالی ګام؛ انګلستان ته يې ماته...

اتلانو جام کې د اسټرالیا لومړی بريالی ګام؛ انګلستان ته يې ماته ورکړه

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان او متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د روان « ۲۰۲۵ » کال اتلانو جام سياليو په لړ کې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د پنځو وېکټو په توپير انګلستان ته ماته ورکړه.

دا لوبه د دغه جام له ب ګروپ څخه د پاکستان لاهور لوبغالي کې نن « شنبه،فبرورۍ۲۲مه» ترسره شوه، د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه يې وکړه.

انګلستان لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د خپلو اتو لوبغاړو په سوځېدو د بېن ډوکېټ سليزې پرمټ سيالې لوبډلې ته د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه.

دې لوبډلې لپاره بېن ډوکېټ په ۱۴۳ توپو ۱۶۵ منډې وکړې. په توپ‌وهنه کې يې ۳شپږيزې او ۱۷ څلوريزې شاملې وې. ترڅنګ يې جو روټ هم ۶۸ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا ته په توپ‌اچونه کې بين ډوارشويس درې آدم زمپا او مارنوس لابوشين دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا لوبډلې د سيالې لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو وېکټو په سوځېدو د جوش انګليس ښکلې توپ‌وهنې سره د لوبې په ۴۸ اور کې لاسته راوړ او اتلانو جام يې په بريا پيل کړ.

جوش انګليس په ۸۶ توپو چټکې ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې چې په توپ‌وهنه کې يې ۶ شپږیزې او ۸ څلوريزې شاملې وي.چې پرمټ يې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. ترڅنګ يې اليکس کېري ۶۹ منډې وکړې.

د انګلستان لوبډلې توپ‌اچوونکو کې برايډن کارس، عادل رشيد او مارک ووډ يوه- يوه وېکټ واخيسته.

له ب ګروپ څخه لومړۍ لوبه تېره ورځ جمعه فبرورۍ ۲۱ د افغانستان او سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وه چې افغان لوبډلې د ۱۰۷ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو پر دوام به له الف ګروپ څخه دوه سرسختې لوبډلې هندوستان او پاکستان سره مخامخ کېږي.

ټاکل شوې چې دا سيالۍ سبا یکشنبه، فبرورۍ ۲۳مه د دوبۍ نړيوال کرېکټ لوبغالي کې په ۱:۳۰ بجه پيل شي.

هند لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ګټلې خو پاکستان بيا بايللې ده.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د امنيتي او سياسي ستونزو له امله ونه غوښتل چې د روان ۲۰۲۵ز کال چمپينز ټرافي سياليو لپاره پاکستان ته ولاړه شي.نو له همدې امله د دې لوبډلې ټولې لوبې په دوبۍ کې ترسره کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې