کورافغانستاند ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې څه‌ باندې ۲۷۰ زره الکترونیکي...

د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې څه‌ باندې ۲۷۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

افغانستان نيوز۲۴: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت د ۷۵ وېش څانګو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغه میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۸ زره او ۵۴۰، په کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، په هرات کې ۲۲ زره او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څه‌باندې ۱۰ زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې