کورافغانستاند افغان لوبډلې تاريخي بريا؛ يو شمېر سياستوال يې ستايي

د افغان لوبډلې تاريخي بريا؛ يو شمېر سياستوال يې ستايي

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام« چمپينز ټرافي » سياليو په لړ کې د انګلستان پر وړاندې د ۸ منډو په توپير تاريخي بريا خپله کړه، دې بريا د يو شمېر سياستوالو پراخ غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د دې تاریخي بريا مبارکي ويلې.

اشرف غني پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي:« د کرکټ د اتلانو جام کې د خپلو اتلانو په ځلاند بري ټولو هېوادوالو، په تېره د کرکټ مینه والو او د خپلې ملي لوبډلې هریوه غړي ته له ولولو ډکې مبارکۍ رسوم.له آسټرالیا سره په راروانې مخامختیا او نورو ټولو لوبو کې درته تر دې د لا ډېرو بریو هیله کوم.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم چمپينز ټرافي کې د افغان اتلانو د لوبې ګټلو مبارکي ورکړې، او افغان لوبډلې ته يې د لا زیاتو بریاوو هيله څرګنده کړې.

دغه راز ډاګټر عبدالله عبدالله هم ليکلي:« د انګلینډ پر وړاندی د کرکټ د ملي لوبډلې ستره بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي!د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو نن په یوې په زړه پورې لوبه کې یو ځل بیا د هېواد نوم وځلاوه او بریا یې خپله یې کړه.»

بلخوا بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم د افغان لوبډلې دا بريا ستايلې، نوموړي ليکلي:« د انګلستان پر خلاف د اتلانو بریا دې ټولو ته نیکمرغه وي.»

د‌‌ دغه غورځنګ يوه بل غړي محسين داوړ هم ويلي چې د افغان اتلانو بريا افغانانو ته خوشحالي او خوښي راوړي.نوموړي ويلي:« ستاسو بریا د افغانانو لپاره ستره اړینه خوښي او ویاړونه راوړي.»

افغان اتلانو په دې سترې تاريخي بريا سره د چمپينز ټرافي ب ګروپ کې درېيم مقام ته مخ ته تګ وکړ.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سويلي افريقا ته د ۱۰۷ منډو په توپير بايللې وه.

افغان اتلان به راتلونکې جمعې ورځ د فبرورۍ په ۲۸ خپله درېيمه او برخليک ټاکوونکې سيالي کې استراليا سره د لاهور په قذافي لوبغالي کې مخامخ شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې