
افغانستان نيوز۲۴: کابل د طالبانو و د سترې محکمې د عامه اړیکو رییس، عبدالرحیم راشد، پر خپل اېکس (پخواني ټویټر) ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکړې چې د روژې د میاشتې لیدو هڅه وکړي او خپل راپورونه له اړوندو چارواکو سره شریک کړي.
نوموړي ویلي چې د میاشتې لیدو تصدیق به د مرکزي کمېټې د اعلان له مخې ترسره کېږي.
هغه ټینګار کړی چې که څوک میاشت وویني، باید د خپلې سیمې د محکمې د میاشتې لیدو کمېټې ته مراجعه وکړي او شاهدي ورکړي.
د شرعي اصولو له مخې، د شاهد تزکیه او ارزونه به تر لازمې څېړنې وروسته وشي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روژې مبارکې میاشتې پیل ته لږ وخت پاتې دی، او اسلامي هېوادونه د میاشتې لیدو ته چمتووالی نیسي.