
افغانستان نيوز۲۴: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سبا «يکشنبه، کب۱۲مه» د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې د باران، واورې او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
دغه وزارت پر خپلې اېکس پاڼې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هرات، بادغيس، غور، جوزجان، فارياب، بلخ، سرپل، سمنګان، باميان، دايکندي، ارزګان، زابل، پکتيکا، پکتيا، کندهار،غزني، خوست، ننګرهار، لوګر، ميدانوردګ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپيسا، تخار، کونړ، نورستان او بدخشان ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون د اورښتونو او تېزو بادونو د لږېدو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې به د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰څخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې ښودل شوې.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د سالنګونو په ګډون په مرکزي ،شمالي، لويديځو او سويلي ولايتونو کې د تېزو بادونو د لږېدو اټکل شته،چې سرعت يې په بېلابېلو سيمو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کيلومتره په ساعت کې اټکل شوی.
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې وړاندې په فراه،کندهار او هلمند ولايتونو کې د سېلابونو له امله نږدې ۸۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.