کورافغانستانډنمارک له اماني صندوق سره څه باندې ۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان...

ډنمارک له اماني صندوق سره څه باندې ۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

افغانستان نيوز۲۴: ډنمارک د افغانستان لپاره د اماني صندوق سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره ځانګړي شوي اماني صندوق په خپله اېکس پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او له ډنمارک هېواد یې مننه کړې ده.

د یاد صندوق په بیان کې همدا ډول ټینګار شوی دی چې نړیوالې مرستې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره اساسي رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې جاپان هېواد افغانستان ته د بېړنیو خوراکي توکو، د سوءتغذیې مخنیوي او د ښوونځیو د تغذیې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره ۷ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

له افغانستان سره دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې په دې ورستیو کې یوشمېر نړیوالو سازمانونو د بشري مرستو په برخه کې د بودیجې له کمښت څخه اندیښنه څرګنده کړې وه.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې