کورنړۍايمل ولي خان پاکستان ته: د ډالرو لپاره د پښتنو او بلوڅانو...

ايمل ولي خان پاکستان ته: د ډالرو لپاره د پښتنو او بلوڅانو وژل بس کړئ

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان لخوا امريکا ته د دlع_ش ډلې د يو غړي سپارلو ته په غبرګون کې د پښتون عوامي ګوند مشر ايمل ولي خان په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، د پاکستان حکومت او مشران دا خپله يوه بريا يادوي، خو ايا په همدې پلمه د جګړې غځولو ته يې هم کله فکر کړی دی؟

نوموړی وايي، ايا دlع_ش ډله به د دې عمل غچ له چا واخلي: «دlع_ش به د دغه عمل غچ په پښتونخوا او بلوچستان کې له چا واخلي؟»

ايمل وړاندې د پاکستان حکومت مخاطب کړی او ورته يې ليکليش، که تاسو دغومره تکړه او غښتلي ياست، چې د ۱۳‌ امريکايي سرتېرو د وژنې عاملين پيدا کولی او نيولی شئ، نو دا په پاکستان کې د لکونه عامو خلکو، پوليسو او پوځيانو د وژنې عاملين درنه چېرته پټ دي؟

په پای کې نوموړي ليکلي؛ د ترهګ_رۍ ضد جګړې په نوم، چې کومه لوبه تاسو پيلوئ، نو د دې بدله به څوک ورکوي؟ «له امريکا څخه د ډالرو اخيستو لپاره د پښتنو او بلوڅو قتل عام نور بس کړئ!»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې